د سورېې د ټاکنو کمېسیون چارواکو د دغه هېواد د پارلماني انتخاباتو د رایو شمېرل پیل کړي دي.
دغه ټاکنې پرون یکشنبه ترسره شوې چې ۱،۶۵۶ کسانو ځانونه ورته کاندید کړي.
د سوریې ملي مجلس یا ولسي جرګه ۲۵۰ څوکۍ لري.
د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې چې سوریه کې کورنۍ جګړه پيل شوې، دا دغه هېواد کې درېیم انتخابات دي.
د سوریې په دغې نهه کلنه جګړه کې تر اوسه څه باندې څلور لکه کسان وژل شوي، میلیونونه کسان په کور دننه بېځایه شوي او شااوخوا پنځه میلیونه سوریایانو ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته پناه وړې.