د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون عراق ته تللی و او هلتهیې د عراق د صدراعظم مصطفیالکاظمي په شمول له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.
ظریف د کاظمي تر لیدنې وروسته رسنیو ته وویل چې د یوه غښتلي او سولهییز عراق غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه: "یو غښتلی، سولهییز او سوکاله عراق، داسې عراق چې له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره رغنده اړیکې ولري زموږ د خپلې سوکالۍ، ثبات او سولې معادل دی."
ظریف داسې وخت عراق ته تللی و چې کاظمي د سیمې د پېچلو مسایلو د حل لپاره هڅې کوي او تمه ده د ایران یوه ستر رقیب سعودي عربستان ته ولاړ شي.
تمه ده چې د عراق صدراعظم مصطفیالکاظمي له ولیعهد محمد بن سلمان سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.
دی سبا ایران ته هم روان دی او هلته به د دغه هېواد له رهبر ایتالله علي خامنهيي سره وګوري.