راس وېلسن: باید بین‌الافغاني خبرې پیل شي

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن وايي افغانانو د سولې لپاره خپله بې‌صبري په ډاګه کړې او اوس باید بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

هغه یکشنبه ماښام په ټویټر باندې په دې اړه څو پیغامونه خپاره کړي.

ښاغلي وېلسن ویلي بین‌الافغانی خبرې دې پيل شي څو د یوه دایمي او جامع اوربند په ټینګښت باندې بحثونو ته لار هواره شي.

د امریکا شارژدافیر دا ټویټونه له پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف سره تر غونډې وروسته کړي.

دوی دواړو د ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ په سیاسي جوړجاړي کې عمده رول درلود.