ترکیه: افغانستان او ایران ته الوتنې ځنډول شوي

ارشیف

د ترکیې د ټرانسپورت وزارت اعلان کړی چې افغانستان او ایران ته یې الوتنې ځنډولي دي.

رویټرز خبري اژانس د دغه وزارت په حواله لیکلي، د دغه ګام هدف له کرونا ویروس سره مبارزه ښودل شوې ده.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون وویل، ممکن دغه هېواد کې ۲۵ میلیونه کسان کرونا نیولي وي.

خو د روغتیا وزارت نن په یوه بیان کې چې ایراني رسنیو خپور کړی ویلي، د روحاني دغه اټکل د وینې د ټېسټونو د یوې سروې په اساس شوی و چې هغه ټول وضعیت نه ښکاره کوي.

د ترکیې هوایي کرښو تېره اوونۍ هم د څو ورځو په مخه افغانستان ته پروازونه ځنډولي و، خو بیا وروسته یې بېرته د ستانبول- کابل څو الوتنې وکړې.