سلګونو کسانو نن په جلال اباد کې د ګمبیري په دښته کې د هوایي ډګر د جوړېدو پر خلاف لاریون وکړ.
د باور غورځنګ په نوم د یوه خوځښت سلګونو غړي چې دغه لاریون یې ترسره کړ، وایي چې ګمبیري دښته د داوود خان د ماسټر پلان له مخې یوه کرنیزه ځمکه ده چې باید د کنړ پر سیند ورته د اوبو بند جوړ شي.
د لاریونوالو په خبره، په ګمبیري دښته کې د کرنیزو ځمکو د جوړولو پر ځای هوایي ډګر جوړول په دې معنا دي چې افغان حکومت دغه کار د پاکستان په خوښه کوي.
د لاریونوالو په خبره، تر هغې به خپلو لاریونو ته دوام ورکوي څو چې په ګمبیري دښته کې د هوایي ډګر د جوړولو پرېکړه بېرته نه وي اخیستل شوي.