ایران د ۳ کسانو د اعدام حکم ځنډولی

ارشیف

ایران د دریو هغو ځوانانو د اعدام حکم وځنډوه چې تېر کال د حکومت ضد مظاهرو پر مهال په ورانیو او ملي شتمنیو ته په زیان رسولو محکوم شوي وو.

په اعدام د محکومو شویو کسانو یوه مدافع وکیل بابک پاک نیا ننن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، قضایه قوې د دغې قضیې د استیناف امر کړی دی.

هغه زیاته کړه: "تېرو څو ورځو کې د دغو ځوانانو د اعدام د حکم پر ضد ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاینونه وشول او "مه اعداموی" هشتګ هغه مهال په بیړې سره خپور شو چې محکمې د اعدام حکم تایید کړ."

پر امیر حسین مرادي، سعید تمجیدي او محمد رجبي تور دی چې د مظاهرو پر مهال یې بانکونو، بسونو او عمومي ځایونو ته اور اچولی دی.