د ایران د انرژۍ تولید په یوه مرکز کې چاودنه شوې

ارشیف

د ایران د انرژۍ د تولید په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله نه لري.

د دغه هېواد رسمي خبري اژانس ایرنا د چارواکو په حواله ویلي، په اصفهان ولایت کې دغه چاودنه د ترانسفرمر د یوې برخې د زړښت له امله رامنځته شوې.

د جون له وروستیو راهیسې د ایران په پوځي، اټومي او صنعتي سایټونو کې څو چاودنې شوې دي.

د جولای په پنځلسمه د ایران بوشهر بندر کې څو بېړیو اور واخیست، له هغه وړاندې تهران کې یوې پوځي اډې او د یوه روغتون دننه دوه چاودنې وشوې او په نتنز اټومي بټۍ کې اور ولګېد.

ځینو ایراني چارواکو ویلي، دغې بټۍ کې د اورلګېدنې لامل ممکن د سایبري بریدونو یوه برخه وي او خبرداری یې ورکړ چې ایران به له هر هغه هېواده غچ واخلي چې داسې بریدونه کوي.

ایرانا خبري اژانس کې خپرې شوې یوې مقالې کې لیکل شوي، دا ممکن د امریکا او اسرائیل په څېر د ایران د دښمنانو د سبوتاژ کولو هڅه وي.