د کاپیسا په تګاب کې جګړې درې ملکیان ووژل.
د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان نن له غرمې مخکې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو د تګاب ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ.
شورش وایي، دې برید کې ۸ ملکیان، یو افغان سرتېری او ۲ طالبان ټپيان شوي دي.
طالبانو تراوسه پر تګاب د برید په اړه څه نه دي ویلي.