بغلان کې د کبانو د روزنې ۲۰ لوی فارمونه جوړېږي

په افغانستان کې د کبانو د روزنې فارم

د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست د بڼوالۍ ملي پروژه په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې ۲۰ بېلابېل لوی فارمونه جوړوي.

د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست د بڼوالۍ د ملي پروژې مسؤل عبدالغفار ظاهري نن ازادي راډیو ته وويل چې د دغو فارمونو د جوړولو هدف په بازار کې د کبانو غوښې ته د خلکو د اړتياوو پوره کول او کار موندنه ده.

نوموړي وويل چې دغه فارمونه به د بغلان په ولسوالۍ کې چې زياتې او پاکې اوبه لري، جوړ شي.

اوس په بغلان کې د کبانو د روزنې ۳۲ فارمونه فعاليت کوي چې د ښاغلي ظاهري په خبره د بازار د اړتيا لپاره کافي نه‌دي.