د ټاپي اجرائیوي رئیس سره د کانونو وزارت خبرې؛ ټاپي دې ژر تطبیق شي

د ټاپي پایپ جوړونې پروژه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې په اقتصادي او نورو اساسي مسایلو خبرې وکړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازدي راډیو ته وویل چې دا خبرې پرون ناوخته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د ټاپي پایپ‌لاین له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره کړي.

د نوموړي په خبره د ناستې په ترڅ کې د پروژې د چټک تطبیق او د چارو د ښې همغږۍ، د پروژې د امنیت، د ځمکو د استملاک، د ګازو د استفادې او د پروژې په اجتماعي او اقتصادي اړخونو خبرې شوې دي.

ښاغلی مطفي وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت په افغانستان کې د ټاپي ګاز د پایپ‌لاین د اصلي شریک په توګه د دې پروژې چټک تطبیق او د ښکېلو اړخونو ترمنځ د قوي همغږۍ د مسؤل په توګه کار کوي ترڅو له ټولو شریکانو سره د ټاپي پروژې په تخنیکي، حقوقي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې اساسي تحرک رامنځته او د پروژې ساختماني چارې ژر پيل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک په هکله به د ښارجوړونې له وزارت سره همغږي رامنځته شي او د خلکو د مشارکت په موخه به د انکشافي شوراګانو او ولسي تړون له پرګرامونو ګټه واخیستل شي چې د پروژې اجتماعي چارې منظمې شي. په افغانستان کې د ټاپي پروژې تړون څلور کاله وړاندې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د پاکستان د صدراعظم او د هند د جمهور رئیس د مرستیال له‌خوا په هرات کې لاسلیک شو.

ټاپي هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

دا پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري چې افغانستان بیا له دې لارې هر کال د ۴۰۰ میلیونه ډالرو ټرانزیټ حق ترلاسه کوي.

افغان چارواکو ویلي چې دا پروژه ۱۲،۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه هم برابروي.