افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۵،۵۰۰ ته ورسېد

د کابل افغان-جاپان روغتون کې ډاکتر په کرونا ویروس اخته ناروغ ته د لارښوونو پر مهال

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۷۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د وزارت مطبوعاتي مسؤلینو رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې لیکلي، دغه پېښې د ۶۳۳ مشکوکو کسانو له معاینې وروسته څرګندې شوي.

په یوه شپه او ورځ کې ثبت شوې دا شمېرې د پخوانیو اوونیو پرتله کمې دي، خو له پرون راهیسې ۱۷ کسان دغلته 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مړه کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس رسمي مثبتې پېښې نږدې ۳۵ نیم زره شوي، له دې ډلې ۱،۱۸۱ تنه مړه شوي او نږدې ۲۴ زره بېرته روغ شوي دي.