د ارزګان د والي ویاند وايي د سړک غاړې ماین چاودنه کې پرون درې ملکیان وژل شوي دي.
زړګي عبادي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه تېر ماښام د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لویه لار پر یوه موټر شوې.
ښاغلی عبادي زياتوي: "د وسلهوالو مخالفانو د خښ کړي ماین له امله درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي. دغه کسان په یوه فېلډر موټر کې سپاره وو او ارزګان ته راروان وو. په دغو کسانو کې د امنیت د پخواني امر نورزي صاحب ورور حاجي کوټوال هم شهید شوی دی."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.