چارواکي: د کابل په قره باغ کې د ملي اردو ۲ سرتېري وژل شوي

ارشیف

د ملي اردو دوه سرتېري د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې ووژل شول.

د قره باغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ازادي راډیو ته وویل، دغه سرتېري نن سهار دندې ته روان وو چې د قلعه موسی په سیمه کې موټر سایکل سپرو ډزې پرې وکړې.

د برید مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو د قرباغ ولسوال دا د طالبانو کار بولي.

بل لور ته د پکتیا چارواکي وایي، مرکز ګردیز کې نن یوې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل.

د پکتیا د امنیت امر لطف الله کامران ازادي راډیو ته وویل، چاودنه ماسپښین مهال د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل ګردیز په عمومي سرک هغه مهال وشوه چې د ملي اردو کاروان له سیمې تېرېده.