د روسیې په 'خباروفسک' کې د لاریونونو دوام

لاریون کوونکي د خباروفسک د والي سرګي فورګال د راخوشې کېدو غوښتنه کوي.

د روسیې په لرې ختیځ ښار خباروفسک ښار کې نن یو ځل بیا لسګونه زره کسانو لاریون وکړ.

لاریون کوونکي د خباروفسک د والي سرګي فورګال د راخوشې کېدو غوښتنه کوي.

لاریون نژدې پنځه ساعته دوام وکړ چې له پنځلس زرو تر پنځوس زرو کسانو پورې برخه په کې اخیستې وه.

خو پولیسو د لاریون کوونکو اصلي شمېر نه دی یاد کړی.

فورګال د جولای په نهمه نیټه ونیول شو او مسکو ته انتقال شو.

پر نوموړي تور دی چې ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې یې ځینې سوداګر وژلي او یا یې د هغوی د وژلو امر ورکړی دی.

پنځوس کلن فورګال پر ده لګیدلي تورونه رد کړي او د نوموړي ملاتړو ویلي، دا تورونه سیاسي انګېزه لري.