ایران د هغې اوکراینۍ الوتکې تور بکس فرانسې ته لېږلی چې د دغه هېواد ځواکونو په توغندیو ویشتلې وه.
دا مسافر وړونکې الوتکه د تېرې جنورۍ په اتمه د تهران له هوایي ډګره تر پورته کېدو وروسته وغورځول شوه چې ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول.
ایران هم منلې چې د دوی ځواکونو په تېروتنې سره دغه الوتکه غورځولې.
ایراني ځواکونو دغه الوتکه په هغې شپې وویشته چې تهران د قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې په عراق کې میشتو امریکایي ځواکونو باندې توغندي وویشتل.
سلیماني د ایران د سپاه پاسداران یو وتلی قومندان و چې امریکایي بې پيلوټه الوتکو په بغداد کې وواژه.
له دې وړاندې کاناډا او اوکراین له ایرانه غوښتي و چې د دغې الوتکې تور بکس د څېړنو لپاره بهر ته ولېږي.