سعودي د جي ۲۰ د مالیې وزیرانو کوربه دی

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د کرونا وبا له کبله لګول شویو بندیزونو د هېوادونو اقتصاد سخت ځپلی دی.

سعودي عربستان نن د جي ۲۰ یا د شلو لویو اقتصادونو د مالیې وزیرانو او مرکزي بانکدارانو د غونډې کوربه دی.

د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې دغه غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کېږي.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د کرونا وبا له کبله لګول شویو بندیزونو د هېوادونو اقتصاد سخت ځپلی دی.

په ریاض کې د دغې غونډو جوړونکو ویلي، بحث به د نړۍ د اقتصاد په راتلونکې متمرکز وي او د اقتصاد د ښه والي لپاره به یو ګډ ګام خبرې وکړي.