د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولينو نن د غاليو د توليدونکو او د فرش او موکېټ د واردکوونکو سوداګرو د ټولنې له مشر او غړو سره د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د دغې خونې د مدیره پلاوي لومړيی مرستیال محمد یونس مهمند نن ازادي راډيو ته وويل، چی دوی په دغه ناسته کېد نور مسايلو تر څنګ دغو توکو ته د بازار موندنې په اړه هم خبرې او بحثونه وکړل.
د نوموړي په خبره سوداګرو داسې طرحه دوی ته وړاندې کړه چې پر بنسټ به يې د دولت ګمرکي عواید لوړ شي او د ترکي او ایراني قالینو د قاچاق مخنیوی به هموشي.
دا طرحه په لیکلې بڼه سوداګرۍ خونې ته سپارل شوې چې او وارداتو د قانوني کولو په برخه کې هم ورنه د همکارۍ غوښتنه شوې.
د ښاغلي مومند په خبره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي په هېواد کې د غاليو پر تولید او پر ځان بسیا کولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د بهرنیو شرکتونو ملاتړ ترلاسه کولو په موخه به هڅې وکړي.
د معلوماتو پر بنسټ په دې ناسته کې د خونې د وړاندیز پر بنسټ د قالینو د توليدونکو او فرشونو او موکېټ له وارد کوونکو او سوداګرو شپږ استازي د دې لپاره وټاکل شول چې له حکومتي مسوولينو سره د ستونزو د هواري لپاره ناسته وکړي او راتلونکو ناستو کې هم حضور ولري.