ميدان وردګ له نشه يي بوټو څخه پاک ولایت اعلان شو

ارشیف

د ميدان وردګو ولايت له نشه يي بوټو څخه پاک ولایت اعلان شو.

د ميدان وردګو ولايت د زراعت رياست اعلان وکړ چې، په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې په دې ولایت کې هيڅ ډول نشه يي بوټي نه دي کرل شوي.

د دوی څېړني ښيي چې په روان ميلادي کال کې به هم په دې ولايت کوکنار او نور نشه يي بوټي و نه کرل شي.

په هغو مراسمو کې چې په دې مناسبت د ميدان وردګو ولايت د زراعت رياست او ځينو مدني ټولنو له خوا په ګډه جوړ شوي، مدني فعالانو له حکومت څخه وغوښتل چې، له بزګرو سره د مرستو له لارې دي په دې ولايت کې په راتلونکي کال کې هم د نشه يي بوټو د کښت مخه ونيسي.