چارواکي: پنجشیر کې تر ۲۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په پنجشير ولايت کې تر شلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.

د پنجشير د والي وياند محمد منصور عنابي د سرطان د میاشتې پر (۲۵) نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، پنځه ویشت نيم کيلوګرامه چرس چې په يوه کورولا موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې له پنجشېر ولايت څخه کابل ولايت ته قاچاق کړل شي، د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

موتر چلوونکی هم د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول شوی دی.