د سولر اوربیټر په وسیله نوي اخیستل شوي تصویرونه چې د امریکا او اروپا فضايي ادارو چمتو کړي دي اوس ټول خلک لیدلای شي.
دا تصویرونه د لمر له سطحې له شاوخوا ۷۷ میلیون کیلومتره لیرې واټن څخه اخیستل شوي دي.
لمر له ځمکې څه باندې ۱۵۰ میلیون کیلومتره واټن لري.
د اروپايي ټولنې د فضايي ادارې ایسا ساینسپوه دانیل مولر د دې پروژې په اړه رویټرز خبري آژانس ته وویل: "د کمرې په وسیله لمر هېڅکله ته دومره نه وو نژدې شوي، دا د سولر اوربیټر د سفر پیل دی چې په څه کم دوو کلونو کې به موږ لمر ته نور هم نژدې کړي."
سولر اوربیټر د امریکا او اروپا د همکاریو پروګرام دی چې هدف یې ځمکې ته د تر ټولو نژدې ستوري یعنې لمر مطالعه ده.
دا پروګرام د روان کال د فبروري په نهمه پیل شو.