افغان چارواکي: پاکستانی پوځ نور پر ختیځو سیمو توغندي نه وروي

ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان پوځ منلې چې د افغانستان پر ختیځو سیمو به توغندي نه اوروي.

د کونړ سیمه ایزو چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل چې پاکستاني پوځیانو په مرکز اسعدآباد او سرکاڼو ولسوالۍ کې د استوګنې پر کورونو د توغندیو حملې کړي چې د دوی په وینا ۱۲ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې نن جمعه خپور شو ویلي چې دې وزارت په کابل کې د پاکستان له سفیر او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د تماسونو په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پرتو سیمو د پاکستان د پوځ د راکټي حملو له کبله د افغانستان د اعتراض او خپګان غږ رسولی دی.

بیان زیاتوي چې افغان حکومت د پاکستان د پوځ د حملو د عواقبو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو د هغو د ناوړه اغېزو یادونه پاکستاني چارواکو ته کړې ده.

پاکستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.