ننګرهار چارواکي: خوګیاڼو کې ۳ سیمه ییز پولیس وژل شوي

د جلال اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د خوګیاڼو ولسوالۍ د جهادي لېسې په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۳ پولیس وژل شوي دي.

د خوګیاڼي په خبره، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې یې ګڼو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او زیاتوي چې یو تن پاکستانی بریدګر یې ژوندی نیولی دی.

ښاغلي خوګیاڼي ونه ویل چې په دغه پېښه کې دقیقاً څومره وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.