د کاسوو ولسمشر په هاګ محکمه کې د څېړنو ۴ ورځنۍ دوره ګټوره وبلله

د کاسوو ولسمشر هاشم تاچي

د کاسوو ولسمشر هاشم تاچي په هاګ کې د جنګي جرمونو په نړیواله محکمه کې د څېړنو ۴ ورځنۍ دوره پای ته ورسوله.

پرون ناوخته له محکمې د راوتلو پرمهال دا څلور ورځنۍ مرکه ګټوره وبلله او ویې ویل، اوس په څارنوالانو او قاضیانو پورې اړه لري چې زما څرګندونې په بې پرېتوب سره وارزوي.

هغه زیاته کړه چې که هغوی خپل کار په بې پرې ډول وکړي نو ډېر آسانه به دا نتیجه واخلي چې ما هېڅ راز جنګي جنایت نه دی کړی.

تاچي د کاسوو د آزادۍ د پوځ لوی قوماندان و.

دې پوځ په ۱۹۹۰مه لسیزه کې له سربیا د خپلواکۍ د ګټلو لپاره چریکي جګړې کولې.

د کاسوو لپاره د هاګ د محکمې د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه اعلان وکړ چې تاچي او د کاسوو یو شمېر نور مخکښ مشران د نژدې سلو کسانو د وژنې په ګډون په ځینو جدي جرمونو مشکوک دي او ځکه په جرم تورن دي.

تاچي د جولای په ۱۳مه نېټه هاګ ته ورسېد او بېرته به کاسوو ته ستون شي.

هغه خپلو خلکو ته ویلي دي چې که محاکمه شي نو استعفا به وکړي.