اروپايي ټولنې سربیا او مونتي نیګرو د خوندي هېوادونو له نوملړه وایستل

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې سربیا او مونتي نیګرو د هغو هېوادونو له نوملړه وایستل چې د دې ټولنې غړو هېوادونو ته سفر کولای شي.

سربیا تر پرون ورځې پورې د ۱۹۷۱۷ مثبتو پېښو او د ۴۴۲ کسانو د مړینې راپور ورکړی و، او مونتي نګرو ویلي دي چې تر پرون پورې یې د ۱۱۲۸ مثبو مواردو او د ۲۴ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

دواړه هېوادونه د جون په ۳۰مه نېټه د خوندي هېوادونو په نوملړ کې چې اروپايي شورا یې په هرو دوو اونیو کې نوی کوي شامل شوي وو.

د اروپايي ټولنې ډیپلوماتانو د روانې اونۍ په پیل کې آزادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د سربیا او مونتي نګرو نومونه به په کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د شمېرو د زیاتېدو له کبله د خوندي هېوادونو له نوملړه لیرې شي.

اروپايي شورا پرون پنجشنبې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د دولسو هېوادونو- الجزایر، اسټرالیا، ګرجستان، جاپان، مراکش، نوي زیلاند، جنوبي کوریا، رواندا، ټایلنډ، تونس او یوروګوې د وګړو لپاره د کورونا وبا د مخنیوي په مقصد د سفر لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي.