د ایران په شیراز او بهبهان کې حکومت ضد لاریونونه شوي

آرشیف، ایراني اعتراض کوونکي

د ایران په دوو مهمو ښارونو شیراز او بهبهان کې پرون خلک واټونو ته راووتل او د دې هېواد د رژیم پرضد یې شعارونه ورکړل.

د ایران قضا د سه شنبې په ورځ وویل، سترې محکمې دریو تورنو ته د تېرکال په نومبر میاشت کې د تېلو د بیو د لوړېدو پر وړاندې د لاریونونو پرمهال د جنایتونو په خاطر د مرګ سزا تایید کړې ده.

په هغو ویډیويي تصویرونو کې چې پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، د جنوب ختیځ خوزستان ولایت په بهبهان او د جنوب ختیځ ولایت فارس په شېراز ښار کې اعتراضونه ښکارېږي.

رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړ چې پولیسو په بهبهان کې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

د پلازمېنې تهران په واټونو کې هم د پولیسو د درانه حضور راپور ورکړل شوی.

له بلې خوا د ملګروملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د ایران د سترې محکمې دا حکم غندلی او د ایران د قضا پر مشر یې غږ کړی چې خپل حکم سمدستي باطل او د دې قضیې په اړه بېړنۍ خپلواکه قضايي څېړنه وکړي.

دې کارپوهانو پرون- پنجشنبې (د چنګاښ په ۲۶مه) په یو ګډ بیان کې ویلي، موږ له هغو سلګونه زره ایرانیانو سره یوځای یو، چې پر ټولنیزو شبکو یې د ۲۵ کلن امیرحسین مرادي، ۲۷ کلن سعیدمجیدي او ۲۵ کلن محمدرجبي لپاره د اعدام حکم غندلی دی.

خو دوی د ا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په شکنجه او جبر اعترافونه ترې اخیستل شوي.