د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي چې په نازیان ولسوالۍ کې د لشکر اسلام ډلې ۹ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل دا وسلهوال کسان تېره شپه په یوه ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه: "د نازیان ولسوالۍ په سپین ژۍ سیمه کې د لشکر اسلام په نوم ترورېستي ډلې ۹ غړي چې ماینونهیې جوړول، تېره شپه د ماین جوړولو پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي."
لشکر اسلام ډله چې مشري یې منګل باغ کوي، له کلونو راهیسې په ننګرهار کې دولت ضد وسلهوال فعالیتونه کوي.
دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.