د پاکستان هوايي چلند اداره: د پیلوټانو جوازونه مو جعلي نه‌دي

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د دغه هېواد د پیلوټانو جوازونه جعلي نه‌دي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د مشر حسن ناصر جامي په حواله نن په اعلامیه کې راغلي چې د ټولو پاکستاني پیلوټانو جوازونه سم دي او په هغو چې شک و له پروازونو منع شوي او وضاحت ترې غوښتل شوی.

د پاکستان د پیلوټانو اتحادیې هم نن په یوه بیان کې د ملکي هوايي چلند ادارې دغه بیان ستایلی او زیاته کړې یې ده چې ټول پیلوټان‌یې مسلکي خلک دي.

تر دې مخکې د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان د جون په ۲۴مه پارلمان ته ویلي و چې د پاکستان په ۸۶۰ پيلوټانو کې د ۲۶۲ لايسنسونه مشکوک دي.

تر دغو څرګندونو وروسته ۲۸ پيلوټان له دندو لیرې شول او د لسګونه نورو جوازونو په اړه پلټنې پيل شوې.

د پاکستاني چارواکو څرګندونو اروپايي هېوادونه دې ته اړ کړل چې یادو هېوادونو ته د پاکستاني پیلوټانو په پروازونو بندیز ولګوي.