د نورستان زده‌کوونکي: د قرنطین ورځو کې مو انلاین زده‌کړې نه‌دي کړي

ارشیف، نورستان کې یو شمېر زده‌کوونکي

د نورستان د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي وايي د نورو ولایتونو د زده‌کوونکو په څېر د قرنطین په ورځو کې انلاین زده‌کړې نه‌ورکول کېږي.

د دې ولایت د ښوونځیو زیات شمېر زده‌کوونکي وايي له کومې ورځې چې د قرنطین له امله‌يې ښوونځي تړل شوي، تور ټکی يې نه‌دی یاد کړی ځکه د دوی په وینا د نورو ولایتونو په څېر ورته د انلاین زده‌کړو اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوي.

د مرکز پارون د پشکې لېسې دوه تنه زده‌کوونکي عثمان او زکریا وايي: "دلته نه راډیو شته، نه ټلوېزیون شته او نه هم انټرنټ چې په انلاین ډول خپلو درسونو ته دوام ورکړو. د قرنطین او کرونا په وجه له زده‌کړو پاتې یو."

د دې ولایت د پوهنې رئيس محمد امین حماد ازادي راډيو سره په خبرو کې په تعلیمې ادارو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

دی وايي بار بار يې د پوهنې وزارت ته د ښوونځیو د بیا خلاصېدو وړاندیز کړی، خو تر دې دمه‌يې مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

د نورستان د پوهنې ریاست د معلوماتو په اساس په دې ولایت کې ټول ۲۴۲ بابه ښوونځي موجود دي چې په‌کې شااوخوا ۴۰،۰۰۰ زده‌کوونکي چې ۱۷،۰۰۰ يې نجونې دي زده‌کړې کوي.

په نورستان کې د ښوونځیو زده‌کوونکي په داسې حال کې د انلاین زده‌کړو، د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او له حکومت غواړي چې بېرته دې ورته د زده کړو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانستل شي چې په بېلابېلو ولایتونو او په ټولنیزو رسنیو کې په حکومت په یاده برخه کې نیوکو او غوښتنو زور اخیستی دی.