کابل کې ایرانی پلاوی له افغان لوري سره د موافقو پر تطبیق غونډې کوي

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوی به نن له افغان لوري سره د اقتصادي، ټرانزیت او دفاعي-امنیتي کمېټو په ګډو غونډو کې ګډون وکړي او د هغو موافقو د تطبیق پر لارو چارو په خبرې وکړي چې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمرد وروستي سفر په مهال دواړو لورو پرې موافقه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وایي چې عراقچي چې د یوه سیاسي، امنیتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ ناوخته کابل ته رسېدلی، پرون ماښام‌یې له ښاغلي اتمر سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر څه باندې درې اوونۍ مخکې تهران ته تللی و او په دې سفر کې موافقه شوې وه چې د درېیو میاشتو په ترڅ کې به د هر اړخیزو همکاریو یو سند لاسلیک شي چې له مخې به‌یې په ایران کې ټول مېشت افغان کډوال د اوسېدو کارتونه ترلاسه کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سږ کال وروسته تر هغه اړیکې څه ترینګلې شوې چې د غویي په ۱۲مه له ادعا سره سم د ایران سرحدي ځواکونو په لسګونو افغان کډوال مجبوره کړل چې هریرود سیند ته ځانونه واچوي.

له دې ډلې د ۱۲ تنو مړینه تأیید شوې ده. تر دې پېښې څو اوونۍ وروسته د ایران پولیسو په یزد کې د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې وکړې چې درې تنه په‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.