وسله‌والو پروان کې یو دیني مخور وژلی

پروان ښار

ناپېژانده وسله‌والو په پروان ولایت کې یو دیني مخور وژلی دی.

د پروان د سیدخېل ولسوال احمد لمر عثمانیار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار وختي د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

نوموړي وویل مولوي عبدالحق چې د یوه جومات ملا امام وو، له خپل ورور سره یوځای ووژل شو.

د ښاغلي عثمانیار په خبره د دې پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

پر مولوي عبدالحق تر دې وړاندې هم یو ځل وسله‌وال برید شوی وو.