د کونړ چارواکي: د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه نښتې

ارشیف، کونړ کې افغان ځواکونه

د کونړ چارواکي وایي پاکستاني پوځیانو نن ماسپښین دوه بجې د دې ولایت په مرکز اسعد اباد او څو نورو ولسوالیو کې پر افغان پوستو بریدونه وکړل او د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.

د کونړ امنیه قوماندان محمد یوسف مظلوم‌یار نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني ځواکونو لومړی په مرورې ولسوالۍ کې پر افغان پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي.

د نوموړي په خبره د کونړ په مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالیو کې هم پاکستاني پوځیان د هستوګنې سیمې ولي چې تر اوسه د ده په خبره ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د کونړ د عامي روغتیا ریاست هم ویلي چې تر اوسه د مرکز اسعد اباد روغتون ته د درې ملکیانو مړي او ۹ ټپیان وروړل شوي دي.