د ناټو غړو هېوادونو طالبانو ته ګواښ کړی چې که د سولې د خبرو پر لور وړاندې لاړ نهشي دوی به په دې هېواد کې پاتې شي.
د جرمني 'ډي پي اې' خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو شورا پرون سې شنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړون به په دې اړه مشورې ته دوام ورکړي او د شرایطو اړتیا ته په پام به په دې هېواد کې د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره خپل پوځي حضور تنظیم کړي.
ناټو شورا د افغانستان له حکومت او طالبانو دواړو غوښتي چې په بینالافغاني خبرو کې د داخلېدو او د دې مسئلې یقیني کول چې ترهګر به بیا هېڅکله هم د افغانستان له خاورې د خوندي ځالې په توګه کار نهاخلي، په شمول خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي.
د ناټو شورا چې د دې تړون سیاسي پرېکړې همدا شورا کوي، په خپاره کړي بیان کې ویلي چې په اوسنۍ کچه شخړې چې تر ډېره پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو له حملو سره زیاتې شوې، د نهمنلو وړ دي او هغه د دې ترڅنګ چې بېثباتي زیاتوي، د سولې د پروسې په اړه باور هم زیانمنوي.
د راپور له مخې په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې چې هدفیې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، هغوی ته سلا او مشوره ورکول او ملاتړ دی، شاوخوا ۱۲ زره سرتېري ونډه لري.
د دغو ځواکونو ۵،۲۰۰ یې امریکایي سرتېري دي.
پر دغو امریکایي سرتېرو سربېره له درې زرو زیات نور امریکایي سرتېري هم په دې هېواد کې حضور لري چې هڅې یې د ترهګرۍ په وړاندې پر جګړې متمرکزې دي.