د امریکا متحده ایالاتو حکومت له هغه پلانه تېر شو چې غوښتلیې د کرونا وبا په خاطر دغه هېواد ته د بهرنیو محصلانو په ورتګ بندیز ولګوي.
حکومت مخکې ویلي و د هغو محصلانو چې درسونه انلاین شوي ویزې نهتمدیدوي، خو اوس دا پرېکړه بېرته اخیستل شوې.
هاروارډ پوهنتون او ماساچوسیتس ټکنالوژۍ انسټټیوټ یا 'ام.ای.ټي' د ځینو نورو علمي بنسټونو او په لږترلږه ۱۸ ایالتونو کې د استادانو د ټولنو په ملاتړ د امریکا د حکومت د کډوالۍ او ګمرک ادارې د جولای شپږمې پرېکړې پر ضد ودرېدل.
تر زیاتو هڅو وروسته بالاخره دعوه د محصلانو په ګټه تمامه شوه.
د جولای په ۱۴مه یعنې پرون قاضي الیسون باروس په یوه لنډه استماعیه غونډه کې وویل حکومت ومنله چې له خپلې پرېکړې تېر شي او بېرته مخکېني وضعیت ته ستون شي.
که د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې پرېکړه تطبیق شوې وی لکونه هغه محصلین چې په امریکا کې درس وايي له ستونزو سره مخ کېدل.
هغه چې خپلو هېوادونو ته ستانه شوي و د بېرته تګ اجازه بهیې نهدرلوده او کوم چې په متحده ایالاتو کې پاتې دي د ویزې د تمدید ستونزې به ورته پيدا کېدلې.