پکتیا او پکتیکا کې ۴ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

ارشیف

په پکتیا او پکتیکا کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ په سره میدان کې پرون ۲ وسله‌وال طالبان د ماین په چاودنه کې ووژل شول او یو بل‌یې ټپي شو.

مومند وايي طالبانو غوښتل چې په لویه لار کې ماین کېنوي، خو ماین په خپله په همدوی وچاودېد.

اخوا په پکتیا کې د څمکنیو ولسوالۍ اړوند د سلیمان‌خېلو په سیمه کې تېر مازدیګر وسله‌والو طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه سرتېري په جنازه برید وکړ چې په پایله کې یې ۲ وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند دا ونه‌ویل چې ایا افغان پوځیانو ته هم تلفات اوښتي که څنګه.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.