ناټو: افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه د منلو نه‌ده

سمنګان کې د طالبانو د برید پر مهال ټپي شوی افغان سرتېری

ناټو وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه چې په ځانګړې توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د حملو په نتيجه کې ده، د منلو وړ نه‌ده.

ناټو ائتلاف پرون ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تاوتریخوالی د بې‌ثباتۍ لامل کېږي او د سولې پروسه تر پوښتنې لاندې راولي.

په اعلامیه کې له ټولو خواوو غوښتل شوي چې ژر تر ژره هغه مسایل حل کړي چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

ناټو ته د امریکا سفیرې کې بیلي هاچیسن پرون پر خپله ټويټرپاڼه د ناټو ائتلاف د دې دريځ د ملاتړ ترڅنګ ویلي، وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

دا وايي، امریکا، ناټو او زموږ متحدان له ټولو لورو غواړي چې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې پاته خنډونه لیرې کړي چې د سولې پروسه پر مخ لاړه شي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له طالبانو سره سولې ته‌یې لومړیتوب ورکړی.

خو د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي په وینا، طالبانو له امریکا سره په موافقه کې کړې ژمنې په بشپړه توګه نه‌دي عملي کړي.

ذبیح‌الله مجاهد بیا چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې جګړه زیاته شوې ده.

ده همداراز ادعا کړې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې د موافقې تر لاسلیک وروسته امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو له الوتکو په استفاده د دوی پر کسانو او ملکیانو هوايي بمبارۍ کړې دي.

امریکايي ځواکونو دا ادعا نه‌ده تأیید کړې. په وروستي مورد کې د سمنګان ولایت پر ایبک ښار د دوشنبې په ورځ د خونړۍ حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو واخیست.

په دې حمله کې د افغان چارواکو په وینا د ملي امنیت د ۱۱ کارکوونکو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول او شااوخوا ۷۰ نور ټپيان شول.