د بلاروس د ولسمشر مخکښ سیاسي مخالف راتلونکې میاشت په انتخاباتو کې له ګډونه منع شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې خلک پر ولسمشر الکساندر لوکاشینکا انتقاد کوي چې د کرونا ویروس بحرانیې په سمه توګه نهدی مأموریت کړی.
د بلاروس مرکزي انتخاباتي کمېسیون د سې شنبې په ورځ (د جولای په ۱۴مه نېټه) اعلان وکړ چې د لوکاشینکا په ګډون پنځه کسان د اګسټ د نهمې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره په رسمي توګه ثبت شوي دي. لوکاشینکا د ۱۹۹۴م کال راهیسې پر بلاروس واکمني کړې ده.
خو دې کمېسیون ویلي چې د بانک پخوانی مدیر ویکتار باباریکا چې اوس په زندان کې دی، نهدی ثبت شوی ځکه ده د خپل جایداد په اړه معلومات نهدي شریک کړي.
سلګونه کسانو د دې پرېکړې پر ضد په پلازمېنه مېنسک کې لاریون وکړ. پولیسو د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د ځايي خبریال په ګډون ګڼ لاریون کوونکي هم ونیول.