ټاکل شوې ده د امریکا د فضایي او هوايي چلند اداره ناسا په راتلونکو دوو اوونیو کې مریخ ته یوه پرمختللې سپوږمکۍ ولېږي.
د دې سپوږمکۍ مأموریت به دا وي چې له هغه ځایه د لرغوني مکروبي ژوند نښې راوړي چېرته چې درې نیم میلیارد کلونه مخکې د ډيلټا په نوم یو سیند وو.
دا سفر د جولای په ۳۰مه پیلېږي او شپږ میاشتې به دوام وکړي.
وروسته له کېناستو به دا فضایي بېړۍ د خاورو او ډبرو زېرمه کول پیل کړي.
ټاکل شوې ده په ۲۰۳۱م کال کې به د دې هر څه نمونې ځمکې ته ولېږل شي.
ساینسپوهان به په دغو نمونو کې فاسل شوي باکتریا او نور مکروبونه لټوي چې معلومه کړي چې ایا یو وخت پر دې سیاره خلکو ژوند کاوه که نه.
د ناسا کارکوونکي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له میاشتو راهیسې له کورو کار کوي.
د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د دې مأموریت پر عملي کېدو ۲،۷ میلیونه ډالره اغېز شوی دی.