سروبي کې چاودنې ۴ ملکيان ووژل

د افغانستان په عمومي نقشه کې پلازمېنه کابل

د کابل په سروبي کې د سړک غاړې بم چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دې پېښې په اړه وویل چې دا پېښه نن هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د دوی د سپرلۍ پر موټر د سړک په غاړه ایښودل شوی ماین وچاودېد.

د سروبي ولسوال ګوهر خان بابري په دې پېښه کې د یوه ۱۳ کلن هلک په ګډون د پنځو تنو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو سروبي ولسوالۍ په دې وروستیو ورځو کې د نا امنیو د پېښو د زیاتوالي شاهده ده.

له بلې خوا د غزني چارواکي هم د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر په یوه بم چاودنه کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوري.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده نن ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه نن د کابل-کندهار پر لویه لاره د غزني ښار اړوند د شهباز په سیمه کې شوې ده.

د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو مدافع ډلو په خپلو راپورونو کې ملکي وګړي په افغانستان کې د روانې جګړې ستر قربانیان یاد کړي دي.