امریکا د سویلي چین د سمندرګي په اړه د چین ادعا رد کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

متحدایالاتو د سویلي چین د سمندرګي پر ډېره برخه د چین لانجمنه ادعا رد کړې او د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د دریځ ملاتړ یې کړی.

تمه ده چې دا اعلان به د واشنګټن او پېکېنګ په اړیکو کې ترینګلتیا لازیاته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د جولای په ۱۳مه په یو مکتوب کې په دې اړه د واشنګټن رسمي دریځ روښانه کړ، ویې ویل متحدایالات دا خبره په ډاګه کوي چې د سویلي چین پر سمندرګي د پېکېنګ د مالکیت ادعا ټوله غیرقانوني ده او چین پر دې سیمو د ولکې لپاره د زور له لارې کمپاین کوي.

پومپیو وايي، نړۍ پېکېنګ ته اجازه نه ورکوي چې دا سیمه په خپله سمندري امپراتوري بدله کړي.

چین هم د پومپیو د دریځ پر وړاندې غبرګون وښود.

په واشنګټن کې د چین سفارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شو وویل، امریکا په دې لانجه کې مستقیم دخالت نه لري خو بیاهم خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي.

بیان زیاتوي چې امریکا په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په پلمه خپل زور ښيي، کړکېچ ته لمن وهي او پارونې کوي.

چین د دې سمندرګي په سلو کې نژدې نوي خپل ملکیت بولي خو اندونیزیا، فلیپین، ویتنام، مالیزیا، برونای او تایوان یې هم پر ځینو برخو د مالکیت ادعا لري.