هندو مذهبه پیروان د کویډ ۱۹ اندېښنو سره سره د شراوان میاشت لمانځي

ارشیف

هندومذهبه پیروان د کرونا ویروس اندېښنو سره سره نن د سپیڅلې شراوان د میاشتې دوهمه پاکه دوشنبه لمانځي.

مخکې له دې چې عبادت کونکي، د هند په روحاني پلازمېنه واراناسي کې د کاشي ویشوانات مشهور معبد ته ننوځي، د حرارتي سکان معاینه یې کېږي.

یواځې محدود شمېر کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې دغه معبد ته داخل شي.

مانوج تریپاتي د دې معبد په مخکې رویټرز ته وویل: "زه دلته هره دوشنبې راځم چې عبادت او دوعا وکړم، زه ځان ډېر خفه په دې احساسوم چې نن دلته د عبادت کوونکو ګڼه ګوڼه نشته، مخکې به دلته د شراوان په میاشت کې هره دوشنبې له یونیم لکو تردوه لکو کسانو پورې راټولېدل."

نوي ډیلي ته نژدې په میروت ښارګوټي کې بیا هندوان د معبد دباندې مراسم ترسره کوي.

په هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د نویو پېښو له زیاتېدو سره یې ډېرو سیمو کې بندیز جاري دی.

په هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نژدې ۲۹ زره نوې پېښې ثبت شوې او له امله یې لږترلږه پنځه سوه کسان مړه شوي دي.