د چین پر ولسمشر د پوهنتون یو منتقد استاد خوشې شوی

شو ژانګرون د نیول کېدو په مهال هم په خپل کور کې نظربند و.

هغه چینایی استاد چې په یوه مقاله کې یې د کرونا ویروس د خپریدو ملامتي د دې هېواد پر ولسمشر "شي جین پینګ" او په سانسور اچولې وه او توقیف شوی و، له نژدې یوې اوونۍ وروسته خوشې شوی دی.

رسنیو دا خبر د هغه د ملګرو په حواله ورکړی دی.

د راپورونو له مخې شو ژانګرون چې د پیکنګ په تسینګهوا پوهنتون کې د حقوقي زده کړو استاد او د دې هېواد پر کمونستې واکمن یو نادره منتقد دی، په پلازمینه پیکنګ کې د جولای په ۶ له خپل کورڅخه بیول شوی و.

هغه د نیول کېدو په مهال هم په خپل کور کې نظربند و.

د هغه یو شمېر ملګرو نن رسنیو ته د هغه د خوشې کیدو د خبرپه تایید ویلي چې هغه روغ رمټ بېرته خپل کورته ستون شوی دی.

نوموړی تېر کال وروسته له هغې په کور کې نظربند شو چې له هېواده بهر په یوه ویب پاڼه کې په خپاره شوي مطلب کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو په وړاندې د "شي" او د هغه د حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی و.

هغه ویلي، د دغه ویروس له خپرېدو سره چې د لومړي ځل لپاره د تېر کال په وروستیو کې په چین کې پیدا او ټولې نړۍ ته خپورشو، د رونټیا نشتوالي مرسته کړې ده.