'کندهار او زابل کې د طالبانو یو قوماندان او ۱۲ وسله‌والو وژل شوي'

ارشیف

امنیتي چارواکي د کندهار په ښورابک او د زابل په ارغنداب ولسوالیو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د ۱۲ وسله‌والو د وژل کېدو او د ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل چې تېره شپه ۱۰ بجې وسله‌والو طالبانو د کندهار د ښورابک ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې د پولیسو په ځوابي برید کې ۱۱ وسله‌وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د افغانستان دفاع وزارت د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د کاظم په نوم د وسله‌والو طالبانو د یوه قوماندان د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.