بدخشان کې ۷ پولیس طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي

ارشیف، بدخشان

د بدخشان په ارغنجخوا ولسوالۍ کې ۷ افغان پولیس د طالبانو په جګړه کې وژل شوي دي.

د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل، دغه محلي او ملي پولیس بېګا هغه مهال ووژل شول چې طالبانو له څو خواوو د دوی پر پوستو بریدونه وکړل.

نظري وایي، ځوابي ډزو کې پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

په غور کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو برید یو سرتېری وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دا خبره د غور امنیه قوماندان محمد امین احمدي نن سهار ازادي راډیو ته وکړه.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.