سویلي افریقا کې پر کلیسا د وسله والو د برید له امله ۵ کسان وژل شوي

ارشیف

د سویلي افریقا مرکز جهانسبرګ ته نژدې پر یوې کلیسا د وسله وال د برید پر مهال لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.

پولیسو د یکشنبه په ورځ په یوې اعلامیې کې وويل چې وسله وال کسان یوې کلیسا ته ننوتل، پر خلکو یې برید وکړ او یو شمېر یې اسیر ونیول.

د پولیسو په خبره د څلورو کسانو مړي چې په یوه موټر کې سوځول شوي وو، موندل شوي دي او یو امنیتي ساتونکی په بل موټر کې موندلی دی.

پولیس وایي، د ماشومانو په ګډون هغه کسان چې برمته شوي وو ، ژغورل شوي دي.

که څه هم د دې پېښې اصلي لامل تر تېر ماښام ناوخته پوري معلوم نه و، خو ویل کېږي ښایي د دې پېښې علت د همدې کلیسا د مشر چې په ۲۰۱۶ کال کې مړ شوی دی، پر میراث جدي لانجې وي.