تهران د مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو دلایل په ډاګه کړل

آرشیف، بقایای طیاره‌ی اوکراینی که در ایران سقوط کرد

ایراني چارواکي وايي، د توغندي د بطرۍ خرابي او د سرتېرو او پوځي افسرانو ترمنځ ناسم ارتباط د دې سبب شول چې د جنورۍ په میاشت کې اوکراینۍ الوتکه وویشتل شي.

د تهران په اسمان کې د دې الوتکې د ویشتل کېدو په نتیجه کې ۱۷۶ تنه مړه شول.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د دې پېښې په اړه خپله وروستۍ نتیجه پرون ناوخته په یوه نوي راپور کې خپره کړه.

د اوکراین د هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په اتمه د تهران له هوايي ډګره له پورته کېدو لږ وروسته په دوو توغندو وویشتل شوه.

دا پېښه په هماغه ورځ وشوه چې ایران په عراق کې د امریکايي پوځیانو د اډو لور ته توغندي وویشتل.

ایران په پیل کې د اوکراینۍ الوتکې له ویشتلو انکار کاوه.