د هرات له محبس ۱۲ طالب بندیان خوشې شول

ارشیف، ازاد شوي طالب بندیان

د هرات چارواکي وايي، د دغه ولایت له محبس څخه ۱۲ طالب بندیان خوشې شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي رادیو ته وویل، خوشې شویو طالب بندیانو ژمنه کړې چې بیا به د جنګ میدان ته نه‌ځي او د سولې لپاره به کار کوي.

د هرات د والي ویاند په وینا تر اوسه پورې د هرات له محبسه ۷۵ طالب بندیان خوشې شوي دي.

تېره اوونۍ افغان چارواکو ویلي و چې ټولټال ۴،۰۱۹ طالب بندیان‌یې خوشې کړي دي.