د روسیې د لېرې ختیځ په خبروفسک ښار کې سلګونو تنو د یوه سیمه ییز والي د نیول کېدو په اعتراض کې نن په دوهمه ورځ هم لاریون وکړ.
لاریون کوونکي د سیمې د فدرالي امنیت د خدماتو ادارې ته لاړل او په شعارونو کې یې د والي سرګي فورګال د خلاصون غوښتنه وکړه.
نوموړی، دوې ورځې وړاندې د قتل په یوه لس کاله پخوانۍ قضیه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.
دې ته په پام چې دا سیمه له مسکو څخه خورا لېرې ده او د کریملین سیاسي مخالفان رټل شوي، په دې ښار کې د کریملین ضد لاریونونه غیرمعمولي ښکاري.
په هغو ویډیوګانو کې، چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ګڼ شمېر لاریون کوونکي د ښار په مرکزي برخه کې د لاریون په حال کې لیدل کېږي.