د سپین بولدک-چمن ترمنځ لویه لار تړل شوې

د سپین بولدک-چمن لار

د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ لویه لار له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې تړل شوې ده.

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دې امله سوداګرو ته په لکونو افغانۍ زیان رسېدلی.

نوموړي وویل، د دغې لارې د تړل کېدو له امله سلګونه باروړونکي موټر درول شوي او مېوې د خرابېدو په حال کې دي.

د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ لار د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

سوداګر وایي، یاده ستونزه‌یې له افغان حکومت سره شریکه کړې، خو تر اوسه حل شوې نه‌ده.