د ترکیې له سرحدي دروازې سوریې ته د مرستو رسول تصویب شول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترکیې له یوې سرحدي دروازې څخه سوریې ته د مرستو رسول تصویب کړل.

دا پرېکړه د روسیې له هغه وړاندیز سره اړخ لګوي، چې څو ورځې مخکې د شورا د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.

پرونۍ رایه اچونه، پر دې موضوع روانه اوونۍ پنځمه هغه ده او په داسې حال کې کېږي، چې د مرستو رسونې لپاره د صلاحیت مهلت یوه ورځ مخکې ختم شوی و.

له یوې سرحدي لارې د مرستو رسونو لپاره دغه پرېکړه لیک د جرمني او بلجیم له خوا وړاندې شوی و.

دغه لار به د ۱۲ نورو میاشتو لپاره پرانیستې وي.