فاریاب کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي

ارشیف

د فاریاب مرکز میمنه کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، قاتل په نشو روږدی کس دی چې د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

په وژل شویو کسانو کې دوه مېرمنې او دوه هلکان شامل دي.

تر اوسه د پیښې انګېزه نه‌ده معلومه.